د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي ډېر ژر به د فساد درې لویې دوسیې محکمې ته ولېږي.
د افغانستان د لوی څارنوال دفتر رئیس بکتاش عزیزي نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې د زیاتو جزئیاتو له ورکو پرته وویل چې د نهایي شویو درې دوسیو څخه یو یې د پیسو مینځلو "پول شویي" او دوې نورې یې د اختلاس دي.
هغه زیاته کړه:
"دا درې قضیې چې یوه د پول شويي ده او دوه نورې د اختلاس دي تحقیقاتیې بشپړ شوي د راتلونکې میاشتې په پیل کې به محکمې ته واستول شي."
ښاغلی عزیزي وايي چې د یادو درېیو قضیو محکمه به علني وي، خو دا چې په دغه قضیو کې څوک ښکېل دي په دې اړهیې څه ونهویل.
شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د لوړپوړو دولتي چارواکو د مالي فساد دوسیو د څېړولو په هدف عدلي او قضايي مرکز خپل کار پیل کړ چې د دغه مرکز د مسؤلینو په خبره کارونهیې ښه روان دي.