جواد: طالبان او نورې وسله‎والې ډلې ماشومان جګړې ته استخداموي

په غور کې د بشري حقونو کمېسیون له دې امله اندېښنه څرګنده کړه چې وسله‎وال طالبان او نورې وسله‎والې، غیر مسؤلې ډلې ماشومان د جګړې لپاره استخداموي.

غور کې د بشري حقونو کمېسیون د سیمه‌ییز دفتر مشر ذبیح‌الله جواد پرون سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره اسناد او شواهد لري.

ذبیح‌الله جواد زیاته کړه:

"موږ ته رارسېدلي شفاهي او ټیلیفوني معلومات ثابتوي چې د حکومت یو شمېر مخالفې وسله‎والې ډلې ماشومان د جګړې لپاره جذبوي."

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي دا خبر تائید کړی دی.

خطیبي وویل، په هغو سیمو کې چې حکومت زیاته واکمني نه‎لري کوچنیان او تنکي ځوانان جګړې ته استول کېږي.