د ترکي استخباراتو سازمان ۸۷ کارکوونکي له دندو لیرې شول

د ترکیې حکومت د دې هېواد د ملي استخباراتو سازمان ۸۷ کارکوونکي له دندو لیرې کړل.

د ترکیې حکومت پر دې کسانو تور لګولی چې په امریکا کې له مېشت مذهبي شخصیت فتح‌الله ګولېن سره اړیکې درلودې.

انقره وايي چې فتح‌الله ګولېن په ترکیه کې د جولای په ۱۵ د کودتا پلان جوړ کړی و.

خو ګولېن چې له ۱۹۹۹ میلادي کال راهیسې په امریکا کې اوسي، دا تورونه رد کړي دي.

د ترکیې مطبوعاتو پرون سې شنبه وویل چې د ملي استخباراتو د سازمان د ۵۲ غړو پر ضد جنايي دوسیې برابرې شوې دي.

د ترکیې د مطبوعاتو په حواله، د حکومت پر ضد تر ناکامې کودتا وروسته د ملي استخباراتو د سازمان لږ تر لږه ۱۴۱ کارکوونکي له دندو لېرې شوې دي.