د هند حکومت وايي چې په پاکستان کې د جنوبي اسیا د همکاریو کنفرانس "سارک" کې ګډون نهکوي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت پرون سې شنبې په یوې خبرپاڼه کې وویل، په سرحدي سیمو کې د ترورېستي حملو او د سیمهییزو همکاریو سازمان په غړو هېوادونو کې د لاسوهنو له امله په اسلاماباد کې غونډې ته نهورځي.
په خبرپاڼه کې د کوم هېواد نوم نهدی راغلی خو نوې ډېلي پر پاکستان تور پورې کوي چې په خپله خاوره کې یې وسلهوال پاللي او په هندي کشمیر کې پر پوځي اډه په وسلهواله حمله کې چې ۱۸ تنه پهکې ووژل شو، لاس لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې اسلاماباد د سولې ټینګښت ته متعهد دی.
ټاکل شوې وه چې نرېندرا مودي په اسلاماباد کې غونډې ته ورشي.
افغانستان، هند، بنګلهدېش، بوتان، نیپال، مالدیف او سریلانکا د جنوبي اسیا د سیمهییزو همکاریو د سازمان غړي دي.