افغان کرکټ لوبډله بنګله‌دېش سره دوهمه مسابقه لري

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن د بنګله‎دېش له لوبډلې سره دوهمه مسابقه لري.

د کرکټ بورډ لومړی مرستیال عزیز الله فضلي وايي چې ملي لوبډله د بنګله‎دېش په وړاندې مسابقې ته ښه تیاری لري.

عزیز الله فضلي وايي:

"موږ ښه تیاری لرو او هیله ده چې نننۍ مسابقه به وګټو."

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د یکشنبې په ورځ، لومړۍ مسابقه د بنګله‌دېش ټیم ته وبایلله.