د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا مشر قیامالدین کشاف وايي، ځینې کړۍ د ملي یووالي حکومت ته د ستونزو او دسیسو جوړولو هڅې کوي.
د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست خبرپاڼه وايي چې ښاغلي کشاف پرون سې شنبه د اجرائیه مشر عبدالله عبدالله او د عالمانو د سرتاسري شورا غړو په غونډه کې د دې خبرې ترڅنګ له حکومته پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
د ښاغلي کشاف په وینا، هغه کسان چې دسیسې او ستونزې جوړوي د افغانستان لپاره کار نهشي کولای.