د ارزګان د خلکو یو شمېر استازو له حکومته غوښتنه کړې چې په دې ولایت کې پراخ پوځي عملیات پيل کړي او د عامه نظم یوه لېوا ورواستوي.
هغوی پرون سې شنبه په ارزګان کې پر ستونزو د خبرو لپاره له ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل.
د ارګ خبرپاڼه وايي، د ارزګان د ولایتي شورا رئیس عبدالکریم خادم له ولسمشره غوښتنه کړې چې د امنیتي ځواکونو ترمنځ د ښې هماهنګۍ لپاره په دې ولایت کې د امنیتي ادارو د قوماندې مرکز جوړ شي.
د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر محمد اشرف غني به ارزګان کې د پوځي عملیاتو د پیل پرېکړه وکړه او د ارزګان له خلکو سرهیې ژمنه وکړه چې هغه کسان به مجازات شي چې د امنیت په ټینګولو کې یې بېغوري کړې ده.
ولسمشر غني د خلکو د اسانه تګ راتګ لپاره د کندهار او ارزګان ترمنځ د "درې نور" لارې جوړېدو سپارښتنه کړې ده.