عبدالله: بروکسل غونډه کې به د پوره چمتووالي سره ګډون وکړو

د افغانستان اجرائیه رئیس وایي، د ملي وحدت حکومت به د بروکسل په کنفرانس کې له ښو لاسته راوړنو سره ګډون وکړي.

د اجرائیه ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالله عبدالله نن په کابل کې د اروپایي ټولنې له سفیر فرانز مایکل مېلېبن سره په لیدنه کې وویل چې افغان حکومت دې کنفرانس ته هره پلوه چمتووالی نیولی.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي مېلېبن له قوله ویل شوي چې دوی به له افغانستان سره خپلو اوږدمهالو مرستو ته دوام ورکړي.

بروکسل غونډه د اکټوبر میاشتې په څلورمه جوړېږي او تر ډېره به په دغې ناسته کې ګډونوال له افغانستان څخه د مالي او اقتصادي مرستو پر دوام ټینګار وکړي.