د هرات د دوهم حلقوي سړک جوړولو تفاهم‌لیک لاسلیک شو

د افغانستان د فواید عامې وزارت او د "یونیک بېلدرز" شرکت ترمنځ د هرات د دوهم حلقوي سړک د جوړولو تفاهم‌لیک په سپېدار ماڼۍ کې لاسلیک شو.

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن سې شنبې په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې دا ډول هڅې به د ټرانسپورټي سیسټم په برخه کې د مهمو بدلونونو لامل شي.

په همدې حال کې د فواید عامې وزارت وایي، د دغې پروژې لومړۍ برخه چې نېږدې یوولس میلیونه لګښت پرې راغلی له دې وړاندې پیل شوي او د راتلونکي میلادې کال په لومړیو میاشتو کې به‌یې کارونه بشپړ شي.

دا پروژه د ایټالیا په مالي مرسته پلي کېږي.