احمدي نژاد نه‌غواړي په انتخاباتو کې ځان کاندید کړي

د ایران پخوانی ولسمشر محمود احمدي نژاد وایي، نه‌غواړي د ۲۰۱۷ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ځان کاندید کړي.

یوه ورځ مخکې د راپورونو له مخې د ایران ستر مذهبي مشر ایات‌الله علي خامنه‎یي هغه ته ویلي چې ولسمشرۍ ته ځان کاندید نه‎کړي.

احمدي نژاد دغه اعلان په هغه لیک کې چې خامنه‎یي ته‌یې استولی او ایراني رسنیو نن خپور کړی، کړی دی.

په لیک کې دی دا خبره تائیدوي چې خامنه‎یي ورته ویلي و چې د ولسمشرۍ لپاره بیا کاندېدل نه د ده او نه هم د هېواد په ګټه دی.

احمدي نژاد وایي، ده ستر مذهبي مشر ته خپله وفاداري څرګنده کړې ده.

د ایران دولتي اېرنا خبري آژانس د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چې خامنه‌یي یوه کاندید ته چې نوم‌یې نه‌و ښودلی ویلي چې نه د ده او نه هم د هېواد په ګټه ده چې ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړي.

احمدي نژاد چې تند محافظه‌کار بلل کېږي د جمهوري ریاست لپاره د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۵ میلادي کال کې غوره شوی او دوهم ځل د ۲۰۰۹ میلادي کال په انتخاباتو کې چې له ډېرو لانجو ډک و، بیا غوره شو.

احمدي نژاد په دې وروستیو کې ډېرې مهمې ویناوې کړي چې ورسره داسې ګُنګوسې راپورته شوې چې ښایي هغه بیا ځان کاندید کړي.