د عراق په پلازمېنه بغداد کې په دوو ترورېستي حملو کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او له ۵۰ زیات ټپیان شوي دي.
چارواکو وویل، د بغداد په جدیده سیمه کې په بم چاودنه کې ۸ تنه ووژل شول او ۲۹ نور ژوبل شول.
ځینو سرچینو دا د سړک د غاړې بم چاودنه او ځانوژونکې بللې ده.
د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې یا داعش د دغې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دی چې د هغو یوه سړي دغه برید د چاودېدونکو توکو د واسکټ په ذریعه ترسره کړی دی.
تقریباً له دې حملې سره په یوه وخت د بغداد په جنوبي بایاع سیمه کې یوه ځان وژونکي ځان والوزاوه او لږ تر لږه نهه تنهیې ووژل او ۲۶ نور یې ټپیان کړل.
د دغې حملې مسؤلیت تر اوسه چا په غاړه نهدی اخيستی.
د اسلامي دولت ډلې په وروستیو میاشتو کې چې ډېری لاندې کړې سیمې د عراق امنیتي ځواکونو ورڅخه نیولي، پر ملکیانو حملو ته زور ورکړی دی.