نن شپه د ریال مادرید او دورتموند فوټبال ټیمونه لوبه کوي

د اروپا د اتلولۍ لیګ سیالیو په دوام کې به نن ماښام د ریال مادرید او دورتموند ټیمونه سیالي وکړي.

د فوټبال د نړیوال فدراسیون یا فیفا د معلوماتو له مخې د نن ماښام سیالۍ به د افغانستان په وخت د شپی پر ۱۱ بجو او ۱۵ دقیقو پیل شي.

دغه سیالۍ به د دورتموند په سټدیوم کې ترسره شي.