د کابل امنیتي چارواکي وایي چې په تېرو دوو میاشتو کې ۹۰۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.
د کابل د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د څېړنې رئیس فریدون عبیدي نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغو کسانو په نیول کېدو سره په کابل ښار کې د جنایي جرمونو پېښې کمې شوې دي.
ښاغلي عبیدي زیاته کړه:
"له نېکهمرغه موږ په دې وروستیو کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې، تاسې خبر یاست چې له څو ترورېستي پېښو مخنیوی شوی څو انسان تښتونکې ډلې ونیول شوې."
نوموړي همدارنګه د کابل ښار له اوسېدونکو وغوښتل چې د هغو کسانو په نیولو کې ورسره همکاري وکړي چې غواړي ښار کې وېره رامنځته کړي.