چخانسوري: حکومت د اساسي قانون پر اساس ۵ کلونو لپاره دی

د افغانستان جمهوري ریاست هغه خبرې ناسمې بولي چې وایي د ملي یووالي حکومت دوه کاله پوره شوي او له دې وروسته مشروعیت نه‌لري.

د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري نن ازادي راډيو ته وویل چې حکومت د اساسي قانون پر اساس د پنځو کلونو لپاره دی.

تر دې وړاندې هم یو شمېر سیاسي کړیو د ملي یووالي حکومت د دوو کلونو له پوره کېدو سره دغه حکومت نامشروع بللی او په‌ دې برخه کې یې د بدیلې لارې غوښتنه کړې.

تېره ورځ د احمدشاه مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود هم ویلي چې حکومت خپل مشروعیت له لاسه ورکړی او دوی به د بدیلي لارې لپاره ډېر ژر له سیاسي شخصیتونو سره سلا مشورې پیل کړي.