خپلواک: د کندهار شاولي کوټ کې ۶ وسله‌وال وژل شوي

د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې شپږ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل افغان ځواکونو دغه تصفیوي عملیات د شاولي کوټ ولسوالۍ د نیکه شېلې په سیمه کې ترسره کړي چې پر مهال‌يې شپږ وسله‌وال وژل شوي او د هغوی څلور عرادې موټرونه او لسګونه میله وسلې افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

خپلواک دغه‌راز زیاتوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سرحدي سرتېرو له‌خوا د ښورابک ولسوالۍ په مختلفو سيمو کې ٦۵ ماينونه کشف او شنډ شوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.