م.م: ۹۲ سلنه نفوس له حده زیات ککړې هوا سیمو کې اوسي

د ملګرو ملتونو روغتیایي مؤسسه وايي چې د نړۍ د نفوسو په سلو کې ۹۲ په هغو سیمو کې اوسي چې د هوا ککړتیا یې له ټاکلي حد زیاته ده.

د روغتیا نړیوال سازمان «WHO» په هغه راپور کې چې نن‌یې خپور کړی وایي، ککړې هوا د مغزي سکتې، د زړه د ناروغۍ او د سږو د سرطان په ګډون د روغتیایي ستونزو سبب شوي او په نړۍ کې له هرو نهو مړینو یوه به‌یې د هوا له داخل یا بهر ککړتیا سره تړلي وي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د عامه روغتیا او چاپېریال برخې مشرې ماریه نیرا «Maria Neira» دغه وضعیت د عامې روغتیا بېړنی وضعیت یاد کړ.

په ۲۰۱۲ کال کې چې د هوا د ککړتیا په اړه احصاړیه موجوده ده اټکل کېږي چې درې میلیونه وګړي به د بهر هوا د ککړتیا له امله مړه شوي وي.

د روغتیا نړیوال سازمان دغه راپور د نړۍ په شاوخوا ۳۰۰۰ ځایونو کې د نوي سټلایټ له‎خوا د ثبت شوې احصائیې او په ځمکه کې د هوا د ککړتیا د اندازې د اخیستو پر بنسټ برابر شوی دی.

په راپور کې جنوب ختیځه آسیا، ختیځه مدیترانه او د پاسفیک لوېدیځه سیمه تر ټولو ستونزمنې سیمې بلل شوي دي.