د افغانستان جمهوري ریاست هغه اوازې بې ځایه ګڼې چې ګڼې د ملي وحدت د حکومت دوه کاله پوره شوي او له دې وروسته مشروعیت نه لري.
د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري نن ازادي راډيو ته وویل چې حکومت د اساسي قانون په اساس د پنځو کلونو لپاره دی.
تردې وړاندې هم یو شمېر سیاسې کړیو د ملي وحدت حکومت د دوو کلونو له پوره کېدو سره دغه حکومت نا مشروع بللی او په دې برخه کې د بدلې لارې غوښتنه کړې.
تېره ورځ د احمد شاه مسعود د بنیاد مشر احمد ولي مسعود هم ویلي چې حکومت خپل مشروعیت له لاسه ورکړی او دوی به د بدیلې لارې لپاره ډېر ژر له سیاسي شخصیتونو سره سلا مشورې پیل کړي.