د کابل چاپ نننیو ورځپاڼیو خپل ډېر مطالب او تبصرې د ملي یووالي حکومت د کار د دوام، د دې حکومت د مشروعیت او د طالبانو په واسطه د کابل ښار د سقوط د شلمې کلیزې په اړه لیکلي دي.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته دا نوم ورکړی چې د ملي یووالي د حکومت وروستۍ هڅې له مشروعیت سره مرسته کوي.
د سرمقالې لیکوال ویلي چې د ملي یووالي د حکومت وخت پوره دی او نور نه سیاسي مشروعیت لري او نه هم حقوقي.
سرمقاله لیکونکي ویلي، همدې ته په پام اړتیا ده چې د ملي یووالي حکومت بېرته قانوني او حقوقي چوکاټ ته برابر شي.
د سرمقالې لیکوال لیکلي چې سیاسیون، مدني ټولنې، ګوندونه، حقوقپوهان او خلک غوښتنه کوي چې ناقانونه واکمني دې نوره ختمه شي.
دنیا:
دنیا ورځپاڼې هم خپله سرمقاله د ملي یووالي حکومت په اړه مسایلو ته ځانګړي کړې او ویلي یې دي چې د استبداد په لور روان حکومت.
سرمقاله لیکونکی وایي چې د ملي یووالي حکومت ان پر مظاهرو هم بندیز لګولی او دا د سر مقاله لیکونکي په خبره پر مدني حرکتونو بندیز لګول دي.
سرمقاله لیکونکي ویلي چې مدني حرکتونه او د بیان ازادي د تېرې یوې نیمې لسیزې تر ټولو عمده لاس ته راوړنه ده او باید چې په استبدادي حرکتونو سره دا لاسته راوړنه لهمنځه ولاړه نهشي.
سرمقاله لیکونکي د جنبش روښنایي د مظاهرې بندولو ته په اشاره پوښتنه کړې چې ایا دغه وضعیت خلکو ته د منلو وړ دی، ایا په دې برخه کې وړاندې کړې پلمه منطق لري او ایا دا په یوه ډول د بیان د ازادي مخنیوی نه دی؟
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي چې د ملي یووالي حکومت په تېرو دوو کلونو کې د ښځو او ماشومانو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې ناکام وو.
په دې اړه مطلب کې د افغانستان د بشري حقونو د سازمان په حواله ویل شوي چې د ملي یووالي حکومت د ښځو او ماشومانو د حقوقو د مصؤنیت په برخه کې خپلې ژمنې په ملي او نړیواله سطح نه دي عملي کړي.
په مطلب کې د دې سازمان د مشر لعل ګل لعل له قوله راغلي چې د ملي یووالي حکومت په دې برخه کې لاس ته راوړنه نهلري او د بروکسل په کنفرانس کې به تش لاس ګډون کوي.
چراغ:
چراغ ورځپاڼې په یوه مطلب کې له اوس نه ۲۰ کاله وړاندې د طالبانو لهخوا د کابل ښار سقوط یوه توره ورځ بللې ده.
د مطلب لیکوال ویلي چې په دې ورځ د پردیو او دښمنانو په توطه طالبان د شریعت په سپینه جامه کې کابل ته ننوتل او د امنیت او قانونیت په نوم یې خلک له راز- راز کړاونو سره مخامخ کړل.
په مطلب کې راغلي چې طالبانو په لومړي سر کې د عدالت او امنیت خبرې کولې خو وروسته یې خلک له تاوتریخوالي سره مخامخ کړل او افراطیت یې رامنځ ته کړ.
نسیم شفق