ارزګان چارواکي: ترینکوټ کې ۲۶۰ وسله‌وال مخالفین وژل شوي

د ارزګان چارواکي وایي په مرکز ترینکوټ کې د افغان ځواکونو په هوایي حملو کې ۲۶۰ وسله‌وال مخالفین وژل شوي دي.

د دغه ولایت د والي ویاند دوست محمد نایاب نن ازادي راډيو ته وویل چې یاد عملیات وروستیو کې ترسره شوي دي.

د ارزګان چارواکي وایي چې ۱۹۰ نور وسله‌وال مخالفین په دغو حملو کې ټپیان شوي هم دي.

خو تر اوسه وسله‌والو طالبانو په‌ دې اړه څه نه‌دي ویلي.