د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان "Human Rights Watch "د پاکستان پولیس له قضايي حکمونو پرته د قتلونو په ترسره کولو او په خپل سر د خلکو په توقیفولو تورن کړل.
دې سازمان همداراز د پاکستان پر دولت غږ کړی چې د خپلو امنیتي ځواکونو په تشکیل کې اصلاحات راولي.
دې سازمان پرون دوشنبه په دې اړه یو نوی رپوټ خپور کړ چې له ۳۰ پولیسو او ۵۰ قربانیانو یا پر بشري حقونو د تېري د عیني شاهدانو سره د مرکو پر بنا برابر شوی دی.
په رپوټ کې د بېلګې په ډول ویل شوي چې یو شمېر پاکستاني پولیس د تورنو کسانو د شکنجې لپاره په جنسي تشدد لاس پورې کوي، تورنو کسانو ته د خوب اجازه نهورکوي او د رواني شکنجې لپارهيې د نورو کسانو د شکنجې لیدو ته مجبوروي.
د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان د اسیا د چارو مشر براد ادمز ویلي چې پاکستان له لوی امنیتي ګواښ سره مخامخ دی او داسې پولیس ځواکيې په وړاندې د درېدو توان لري چې د قانون درناوی وکړي او خلکو ته حسابده وي.