د ترکیې جنوب ختیځ ښار کې پرون دوشنبه د پوځ پر یوه موټر چاودنه کې د هغه هېواد د امنیتي ځواکونو ۱۰ غړي ووژل او اته تنه ژوبل شول.
چاودنه په داسې سیمه کې شوې چې زیات کردان اوسېږي.
د حملې مسؤلیت چا نهدی اخیستی خو ترکي چارواکي د کردستان د کارګرانو ګوند «پي، کې، کې» تورنوي چې مخکې یې د ورته حملو د ترسره کولو ادعا کړې ده.