د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي او ډموکراټ ګوند کاندیدانو هېلري کلېنټن او ډونالډ ټرمپ په لومړنۍ ټلوېزیوني مناظره کې ګډون وکړ.
په دې مناظره کې د امریکا له کورنیو مسایلو نیولې د ملي امنیت او نړیوالو اړیکو په اړه پر بېلابېلو مسایلو بحث وشو.
دواړو کاندیدانو د ماليې په برخه کې پر خپلو پروګرامونو رڼا واچوله.
د ملي امنیت په مسایلو کې مېرمن کلېنټن د امریکا سایبر یا انټرنېټي امنیت ته د روسیې لهخوا د ورپېښو ګواښونو په اړه خبرې وکړې او ښاغلي ټرمپ پر ډموکراټ ګوند تور ولګاوه چې له عراقه د امریکايي سرتېرو په اېستلو سرهیې د اسلامي دولت ډلې یا داعش رامنځته کېدو ته زمینه برابره کړه.