د کابل د ګارنېزون عمومي قوماندانۍ د روښنايي غورځنګ له لوري پر مظاهرې بندیز ولګاوه.
د کابل د ګارنیزون عمومي قوماندان ګل نبي احمدزی وايي، دغه تصمیم د امنیتي مشکلاتو له کبله نیول شوی دی.
په ورته وخت کې روښنايي غورځنګ بیا وايي چې تر یوې میاشتې خپلې مظاهرې ځنډولې دي.
د دغه غورځنګ غړو نن په کابل کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب به له حکومت سره خبرو ته کیني.
د یادونې ده چې د جولای په میاشت کې په کابل کې د روښنايي غورځنګ له لوري په ترتیب شوې لاریون کې د برید له کبله پنځه اتیا تنه ووژل شول او شاوخوا څلور سوه کسان ټپیان شول .