د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو ریاست وایي چې په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د سوداګرۍ سطح ۵۰ فیصده کمه شوې ده.
د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو رئیس شیرعلم املهوال د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د ناامنیو له امله اکثره سوداګر خپل شرکتونه تړي او د ورځې یو یا دوه شرکتونه تړل کېږي.
ښاغلی املهوال وايي:
"موږ د ډېرېو شرکتونو د لغوه کولو شاهدان یو، ناامني په دې برخه کې مهم رول لري او د پاکستان سره ناوړه اړیکې چې د دوی ډېره سوداګري د پاکستان له لارې ترسره کېدله. د نن سهار راهیسې څلورو شرکتونو مالکانو مراجعه کړې وه او غوښتل یې خپل شرکتونه لغوه کړي."
د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو ریاست د معلوماتو له مخې په صنعتي پارکونو کې هم د ناامنیو او برېښنا د نه شتون له امله سوداګر پانګونې ته زړه نه ښه کوي.