په پکتیکا کې د پولیو ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پیل شو

د دوشنبې په ورځ د پکتیکا په ولایت کې یو لک اته اتیازره له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ ضد ناروغۍ فوق العاده درې ورځنی کمپاین پیل شو.

د یاد ولایت چارواکي وايي، د ګوزڼ ضد واکسین په دې کمپاین کې به تر نهه زره ډېر د وزیرستانيو کډوالو ماشومان او شاوخوا پنځه زره د کوچیانو ماشومانو ته هم واکسین ورکړل شي.

د پولیو ضد واکسین د کمپاین د پیلېدو په مراسمو کې د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت ازادي راډیو ته وویل چې په ۲۰۱۴ کال کې یاد ولایت د پولیو یا ګوزڼ ناروغیو څخه پاک اعلان شوی وو.

د ده په وینا په وروسیتو دوو کلونو کې چې د وزیرستانیو کډوالو زرګونه کورنۍ هغه ولایت ورغلې او د هغوی ماشومانو ته کلونه،کلونه د پولیو ضد واکسین نه وو تطبیق شوی، نو د ګوزڼ ناروغۍ یو شمېر مثبت واقعات پکتیکا ته انتقال شول.

نوموړي زیاته کړه:

"نن په پکتیکا ولایت کې د پولیو یو فوق العاده کمپاین پیلیږي، اصلي وجه يې داده چې پکتیکا په دې وروستیو کې د پولیسو د مثبتو واقعاتو سره مخامخ شوې ده، په ۲۰۱۴ کال کې پکتیکا له پولیو پاکه اعلان شوې وه، خو په وروستیو کې چې دې ولایت ته وزیرستاني کډوال راغلل هغوی د لسیزو راهیسې واکسین نه وو کړی، دا ځل د واکسین کمپاین په منظم ډول وشو، په هغو سیمو کې هم وشو چې کلونه کلونه په کې نه وو شوی، موږ باوري یو چې په پکیتکا کې به د پولیو په محوه کولو بریالي شو."

د یادونې وړ ده چې پولیو یا ګوزڼ یوه وایروسي ناروغي ده چې زیاتره هغه ماشومان پرې اخته کېږي چې عمرونه يې تر پنځو کالونو لږ وي، یاده ناروغي د اخته کس د مړینې او یا دایمي معیوبیت لامل کېږي.