تېره ورځ د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې څلور امریکايي سرتېري ټپیان شوي دي.
په کندهار کې یوې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې دغه امریکايي ځواکونه له هوايي ډګر څخه د ډنډ ولسوالۍ ته پر لاره وو چې د سړک غاړې ماین چاودنه پرې شوې ده.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک پېښه تائیدوي، خو د تلفاتو په اړه څه نهوايي.
د دغه برید مسؤلیت تر اوسه چا نهدی منلی.