مسعود: د ملي یووالي حکومت خپل مشروعیت له لاسه ورکړی

د احمد شاه مسعود د بنیاد مشر احمد ولي مسعود وايي چې د ملي یوالي حکومت خپل مشروعیت له لاسه ورکړی.

مسعود نن په کابل کې د حکومت د دوه کلنۍ مودې په نامه جوړ شوي کنفراس کې وویل چې دواړو ولسمشر غني او اجرائیه عبدالله عبدالله خپل مشروعیت له لاسه ورکړی او دوی به د بدیلي لارې لپاره ډېر ژر له سیاسي شخصیتونو سره خپلې سلا مشورې پیل کړي:

" اوس له بده مرغه دغه دولت نه قانوني اساس لري او نه هم مشروعیت دواړه یې ورک کړې دي، نو کله چې دولت له داسې یو کړکېچ سره مخامخ دی، نو څنګه کولای شي چې خلکو ته رسیدنه وکړي."

خو د ارګ ماڼۍ بیا تاکید کوي چې د ملي یوالي حکومت موده پنځه کلنه ده.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال ازادي راډیو ته وویل چې د ملي یوالي حکومت د اساسي قانون له مخې تر پنځو کلونو خپل کار ته دوام کوي.