د اردو یو شمېر پخوانیو منسوبینو د خپلو حقوقو غوښتنه وکړه

د پخوانۍ اردو د منسوبینو سراسري شورا خپلو ستونزو ته د رسېدو په هدف مظاهر وکړه.

ددغه شورا لسګونو غړیو نن د کابل ښار د پل محمود خان په سیمه کې د فاع وزارت مخې ته راټول شوي وو او د تقاعد د پیسو او د ځمکو د نمرو د وېش غوښتنه یې کوله.

دوی ادعا کوي چې له تېرو دوو کلنو راهیسې یې د تقاعد معاشونه نه دي اخیستې او د ځمکو هغه نمرې چې ورسره یې ژمنه شوې وه هم نه دي ورکړل شوي.

دوی وايي، که ستونزې یې حل نه شي خپلو اعتراضاتو ته به دوام ورکړي.

خو د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې د پخوانۍ اردو د منسوبینو د مشکلاتو د حل لپاره هڅې کوي.