اولانډ: بندري کلې کې به د کډوالو کمپ په بشپړ ډول وتړو

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ وایي، د بندري کلې ښار په لمنه کې د کډوالو کمپ به د روان کال تر پایه په بشپړ ډول وتړي.

اولانډ چې نن په کلې کې خبرې کولې وویل، دغه کمپ د بشري عاجلو مرستو په هدف جوړ شوی او زیاته یې کړه په هغو بشري هڅو کې چې فرانسې پیل کړي، له بریتانیا هم تمه لري چې خپله ونډه واخلي.

په دغه کمپ کې د اوو زرو نه ترلس زرو پورې کډوال په دې تمه اوسي چې د انګلستان له تونله تېر شي او په بریتانیا کې د پناه اخېستو غوښتنه وکړه.

د روان دوبې په پیل کې د فرانسې حکومت یو پلان په ډاګه کړ چې له مخې یې د پناه غوښتونکو د دوسیو د څېړلو په هدف کډوال د هېواد په مختلفو کمپونو کې ویشي.

دا له ۲۰۱۲ کال راهیسې چې اولانډ واک ته رسیدلی، له کلې د هغه لومړنۍ کتنه ده.