د ترکیې جنوب ختیځ کې چاودنې لږترلږه دوه سرتیري وژل شوي

د ترکیې په جنوب ختیځ کې د پوځیانو پر یوه بس چاودنه کې لږ تر لږه دوه سرتیري وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

دغه چادونه نن پر هغې له ګڼه ګوڼې ډکې لاره کې شوې چې دیریک له قزل تیپه سره نښلوي.

د ترکیې په دې سیمه کې اکثره کردان اوسي.

د دغې چاودنې مسؤلیت سمدستي چا په غاړه نه‎دی اخیستی خو ترکي چارواکي یې پړه په منع کړای شوي د کردستان د کارګرانو پر ګوند پي.کې.کې اچوي چې په سیمه کې یې د ورته حملو د ترسره کولو ادعاوې کړي دي.

له ۱۹۸۴کال راهیسې چې پي.کې.کې د ترکیې د پنځلس میلیون کردانو لپاره د خودمختاري په هدف وسله‎واله مبارزه پیل کړې، په شخړو کې له څلویښت زرو زیات کسان وژل شوي دي.