د ازبکستان د جوماتانو یو شمېر ملایانو د دې هېواد د پنبې د حاصلاتو په ټولولو کې ګډون د دې هېواد د مسلمانانو مسؤلیت بللی دی.
په یو شمېر جوماتونو کې د تیرې جمعې د ورځې د لمانځه له اداکولو وروسته ملایانو په خپلو خطبو کې د پنبې د حاصلاتو د زیاتوالي لپاره دُعا وکړه او له خلکو یې وغوښتل چې د حاصلاتو په ټولولو کې یې برخه واخلي. ملایانو دا یوه وجیبه یا شرعي عمل وباله.
له څلورو کلونو راهیسې پر ازبکستان انتقاد کېږي چې د پنبې د حاصلاتو د ټولولو لپاره د ماشومانو په ګډون خلک په زوره کار کولو ته اړ باسي.