امنیت شورا سوریه کې د اوربند ماتېدو په اړه بحث وکړ

امریکا، بریتانیا او فرانسې په سوریه کې د وروستي تشدد د پراخېدو له کبله روسیه تورنه کړه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون په خپله بېړنۍ غونډه کې په سوریه کې د اوربند له ماتېدو وروسته د تشدد د زیاتېدو په اړه بحث وکړ.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې سامانتا پاور وویل، د روسیې ملاتړ او هغه اقدامات چې دا هېواد یې کوي هغه د تروریزم ضد نه بلکې وحشیانه دي.

پاور زیاته کړه:

"موږ د امنیت شورا غونډه ځکه راوبلله چې روسیې او د بشاراسد رژیم د حلب ښار په ختیځ کې د دوه لکه پنځه اویا زره ملکي وګړو پرضد پراخ تهاجمي عملیات پیل کړي دي."

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دي میستورا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته وویل، تېره یوه اوونۍ د سوریې په نږدې شپږ کلنو جګړو کې تر ټولو ناوړه اوونۍ وه.

هغه وویل، په حلب کې د جګړو له سخت تېدو سره په دې ښارکې شاوخوا دوه میلیون وګړي له اوبو بې برخې دي.

د سوریې د بشري حقونو ډلې چې دفتر يې په بریتانیا کې دی ویلي چې د سپمټبر له نولسمې راهیسې چې د امریکا او روسیې په مرسته نافذ شوی اوربند مات شوی، د سوریې په حلب ښار او لمونو کې د جګړو په ترڅ کې لږترلږه ۲۳۱ ملکیان وژل شوي دي.