کلنټن او ټرمپ د مخامخ مناظرې لپاره چمتووالی نیسي

د امریکا د ولسمشرۍ لپاره کاندیدان هیلري کلینتن او ډونالډ ټرمپ په داسې حال کې د مخامخ لومړنۍ مناظرې لپاره تیاری نیسي چې د دواړو انتخاباتي کمپایونه وروستي پړاو ته داخل شوي دي.

دواړه کاندیدان به نن په سیمه ییز وخت په نهو بجو د نیویارک ایالت په هوفسترا پوهنتون کې له یوبل سره وګوري.

دغه مناظره په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستیو ورځو کې د دواړو سیالي په زیاتېدونکي ډول سخت تېږي.

د رویترز او ایپسوس هغه نظر شمېرنه چې نن یې خپره کړې ښیي چې نیمایي رایې ورکونکو ویلي چې د رایې ورکولو پرېکړه یې تر ډېر په مناظرې پورې تړلې ده.

د جمهوري غوښتونکي د ګوند کاندید ټرمپ د دوه په دوه مناظرې تجربه نه لري، خو کلینتن ډېر دا بحثونه او مناظرې له بارک اوباما سره چې دواړو په ۲۰۰۸ کال د ډیموکراټ ګوند له خوا د ولسمشرۍ لپاره ځانونه نومولي و، ترسره کړي دي.

ویل کېږي شاوخوا نوي میلیون وګړي به د غه مناظره په تلویزیون وګوري.