اذربایجان کې نن په اساسي قانون کې د بدلونونو په اړه ټولپوښتنه ترسره کېږي.
تمه ده چې په نننۍ ټولپوښتنه کې د ګډون پر شرایطو برابر شاوخوا ۵،۲ میلیونه وګړي په پنځه زره مرکزونو کې رأیې ورکړي.
تمه ده چې د دې ټولپوښتنې نتیجه به د ولسمشر الهام علییف او د هغه د کورنۍ واکمنۍ نوره هم غښتلې کړي.
نوموړی له ۲۰۰۳ کال راهیسې چې پلار یې حیدر علییف مړ شو د آذربایجان ولسمشر دی.
په نننۍ ټولپوښتنه کې رأی ورکوونکي پوښتل کېږي چې د ولسمشر د دورو زیاتولو او د ولسمشرۍ د راتلونکو کاندیدانو لپاره د عمر تر ټولو کم معیار ته رأیې ورکړي.
د بشري حقونو نړیوالو ډلو پر دې ټولپوښتنه سخت انتقاد کړی دی.
فعالان خبرداری ورکوي چې د اذربایجان حکومت د ټولپوښتنې په درشل کې د ژورنالېستانو، مدني فعالانو او د بشري حقونو د مدافع ډلو ځپلو ته زور ورکړی.