د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون پرون په قبرس کې د سیالو مشرانو ترمنځ د یووالي له خبرو څخه ملاتړ اعلان کړ.
بان کي مون وویل، دی او د ملګرو ملتونو سازمان به د یوناني قبرس له ولسمشر نیکوس اناستاسیادس «Nicos Anastasiades» او د جلا شوي ترکي قبرس له مشر مصطفی اکینجي «Mustafa Akinci» سره مرسته وکړي چې د یوې لسیزې اختلافونه حل کړي.
ښاغلي بان چې پرون له دواړو مشرانو سره ولیدل له دواړو مشرانو یې وغوښتل چې په خپلو کې د یوه تړون د لاسلیک لپاره تر وسې هڅه وکړي.
قبرس وروسته له هغه په یوناني او ترکي برخو ووېشل شو چې په ۱۹۷۴ کال کې له یوې کودتا وروسته د ترکیې لهخوا اشغال شو.
د دې کودتا هدف له یونان سره د قبرس یوځای کول و.