امنیت شورا پرون په خپله بېړنۍ غونډه کې په سوریه کې د اوربند له ماتېدو وروسته د تشدد د زیاتېدو په اړه بحث وکړ.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن ډي مېسټورا د سوریې پر حکومت تور ولګاوه چې په حلب ښار کې د ملکي وګړو پر ضد له بېساري تشدد څخه کار اخلي.
امریکا، بریتانیا او فرانسې سوریه کې د وروستي تشدد د پراخېدو له کبله د ولسمشر بشارالاسد حکومت متحده روسیه تورنه کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې سامانتا پاور وویل:
"موږ د امنیت شورا غونډه ځکه راوبلله چې روسیې او د بشارالاسد رژیم د حلب ښار په ختیځ کې د دوه لکه او پنځه اویا زره ملکي وګړو پر ضد پراخ تهاجمي عملیات پیل کړي دي."
د برتانیا سفیر ماتیوریکرافت «Matthew Rycroft» وویل، د روسیې د اقداماتو له کبله د سوریې جګړه او د دې هېواد د خلکو درد او مصیبت دوامداره شوی دی.
خو په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویټالي چورکین وویل، په سوریه کې اوربند د وسلهوال اپوزېسیون د هغو ډلو لهخوا سبوتاژ شوی دی چې واشنګټنیې ملاتړ کوي.
د سوریې د بشري حقونو څار ټولنه د حلب په ختیځ کې د حکومتي الوتکو په بمباریو کې د ۲۳ کسانو د مړینې خبر ورکوي.
دا ټولنه چې مرکز یې په لندن کې دی وايي، له پنجشنبې ورځې راهیسې په دې سیمه کې د سوریې او روسیې د پوځي الوتکو په بمباریو کې لږ تر لږه ۱۱۵ کسان چې ډېری ملکي وګړي دي، وژل شوي دي.