پیټرز: نړیوال بانک دې حساس وخت کې د افغانانو څنګ کې ولاړ دی

د افغانستان په اړه د بروکسل کنفرانس په درشل کې نړیوال بانک له افغانستان څخه د ملاتړ د دوام خبر ورکوي.

افغانستان کې د نړیوال بانک څانګې په یوه بیان کې چې پرون خپور شو د نړیوال بانک مرستیال مشر کایل پیټرز له قوله لیکي چې وايي نړیوال بانک په دې حساسو شېبو کې د افغانستان د خلکو په څنګ کې ولاړ دی او د افغانستان د حکومت د هڅو ملاتړ کوي.

د نړیوال بانک بیان زیاتوي چې د نړیوال بانک ګروپ د کاسا زر په نوم له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د انرژۍ د لېږد له پروژې سره ۳۱۶،۵ میلیون ډالره بلاعوضه مرسته منظور کړې ده.

بیان د ښاغلي پیترز له قوله زیاتوي چې نړیوال بانک په تېرو دوو کلونو کې د افغان حکومت د لاسته راوړنو او د بروکسل کنفرانس ته‌یې د تیاریو ستاینه کوي خو ښاغلی پیټرز ټینګار کوي چې د افغانستان دولت د بروکسل له کنفرانسه مخکې او وروسته د اساسي پالېسیو په برخه کې د اصلاحاتو تطبیق ته باید ژمن وي او په څو وروستیو کلونو کې د لاسته راوړنو د ساتنې لپاره هڅه وکړي.