یوناما: روښنایي غورځنګ دې خپلې پلان شوې مظاهرې وځنډوي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما پر روښنايي غورځنګ غږ کړی چې خپلې پلان شوې مظاهرې وځنډوي او له حکومت سره خبرو ته کېنې.

یوناما د روښنايي غورځنګ د استازو، د ملي شورا غړو، مدني فعالانو او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د مشرې په ګډون پرون په کابل کې په یوه غونډه کې په دې اړه بحث وکړ.

په دې بحث کې د کابل په دهمزنګ سیمه کې د روښنايي غورځنګ له‎خوا په جوړ شوي لاریون کې د چاودنې په اړه چې داعش ډلې یې مسؤلیت ومانه بحث وشو.

په دې چاودنه کې ۸۵ کسان مړه او شاوخوا ۴۰۰ نور کسان ټپیان شول.

یوناما له غونډې وروسته په یوه خبرپاڼه کې وویل، په دې غونډه کې چې د یوناما مرستیالې پرنیلا کاردیل هم ګډون په‎کې کړی و، د دهمزنګ د چاودنې په اړه د یوناما د څېړنو نتایج له ګډون کوونکو سره شریک شول.

بیان زیاتوي، یوناما به د دې حملې په اړه ډېر ژر خپل راپور خپور کړي.

په بیان کې ویل شوي چې یوناما د حکومت او روښنايي غورځنګ ترمنځ د خبرو هرکلی کوي.