هنګري کې د یوه مشکوک کس د معلوماتو په بدل کې جایزه اعلان شوې

د هنګري پولیس د هغه مشکوک کس په لټه کې دي چې په مرکز بوداپیسټ کې يې یو بم چولی و.

د شنبې د ورځې په چاودنه کې دوه پولیس چې پلې ګزمه يې کوله ټپیان شوي دي.

د هنګري د ملي پولیسو مشر کارولي پاپ پرون په بوداپیسټ کې د دغې پېښې په اړه په یوه خبري کنفرانس کې وویل:

"له شک پرته موږ دې نتیجې ته رسېدلي یو چې زموږ پولیس په نښه شوي و. موږ دا حمله د هنګري پر ټولو پولیسو حمله بولو. کوم چا هڅه کوله چې زما افسران ووژني."

پولیسو ویل دوی د یوه مشکوک کس په لټه کې دي چې عمر یې د شلو او پنځه ویشت کلونو ترمنځ دی او ۱۷۰ سانتي متره لوړ دی.

د دې مشکوک کس په اړه د معلوماتو په بدل کې ۳۷ زره ډالر جایزه هم اعلان شوې ده.

تر اوسه دا نه ده روښانه چې د دغې چاودنې انګېزه څه وه.