د افغانستان د ساحلي فوټبال لوبډلې د آسیا المپیک سیالیو په لړ کې نن ماتې وخوړه.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتو برخې مسؤل سید علي کاظمي ازادي راډیو ته وویل چې دغه لوبه د جاپان له لوبډلې سره وه او د جاپان لوبډلې د افغانستان د ساحلي فوټبال لوبډلې ته ۱۱ د صفر پر وړاندې ماتې ورکړه.
دغه سیالۍ نن ماسپښین ترسره شوه.
د آسیا المپیک سیالۍ د ۴۷ آسیایي هېوادونو په ګډون سره په ویتنام کې پیل شوې او ۱۰ ورځې دوام کوي.