د عراق پلازمېنه بغداد کې په یوه ځانوژونکې حمله کې د راپورونو له مخې اووه کسان وژل شوي دي.
دغه حمله نن د بغداد په لوېدیځ اسکان سیمه کې په داسې حال کې شوې چې ځایي اوسېدونکي راتلونکې میاشت د عاشورا د مراسمو لپاره تیاری نیسي.
په دې پیښه کې شاوخوا شل تنه ټپیان شوي دي.
د دغې حملې مسؤلیت سمدستي چا په غاړه نهدی اخیستی خو د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې تل د عراق اکثریت شیعهګان د حملو لپاره په نښه کړي دي.