د کونړ چارواکي وایي چې دانګام ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله نهه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت د والي ویاند عبدالغني مصمم نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه ماین د وسلهوالو طالبانو لهخوا له یوې سیمې بلې ته د انتقال پر مهال چاودلی چې پهکې پنځه ملکي وګړي او څلور طالبان وژل شوي.
خو وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.