د ننګرهار په هسکه مېنه کې ۱۳ داعشیان وژل شوي

د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بريد کې د داعش ډلې ۱۳ وسله‎وال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې د بهرنیو ځواکونو بې‌پيلوټه الوتکې تېره ورځ ناوخته د دغې ولسوالۍ په پائین سېمه کې برید کړی چې له امله‌یې ۱۳ تنه داعش وسله‎وال وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

نوموړي وویل چې په دغه بريد کې د داعش وسله‎والو وسلې هم له‎منځه تللي او ملکي وګړو ته زیان نه‌دی اوښتی.

خو داعش وسله‎والې ډلې تر اوسه په‎ دې اړه څه نه‎دي ویلي.