عبدالله: افغان حکومت بروکسل کنفرانس ته چمتووالی لري

د افغانستان اجرائیه رئیس وایي، افغان حکومت د بروکسل جوړېدونکي کنفرانس لپاره پوره چمتووالی لري.

عبدالله عبدالله نن د ولسي تړون پروګرام په غونډه کې وویل چې د بروکسل کنفرانس کې به له افغانستان سره ډېرې ژمنې وشي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"د بروکسل کنفرانس ته ښه چمتووالی نیول شوی دی او ان شاءالله له هغه څه چې تمه لرو نړیوال به له افغانستان سره د ډېرو مرستو ژمنې وکړې."

بروکسل غونډه د اکتوبر میاشت کې جوړېږي او د دې ناستې ګډون‎وال به له افغانستانه مالي ملاتړ اعلان کړی.