یو شمېر امنیتي سرچینې وایي، پکتیکا کې د افغان او ناټو ځواکونو په هوایي برید کې د پاکستاني طالبانو درې مشران وژل شوي دي.
دا خبره نن یو شمېر پاکستاني امنیتي سرچینو د ازادي راډيو مشال برخې ته کړې ده.
په همدې حال کې د پاکستان د طالبانو تحریک ویاند هم دا خبره تائید کړې ده خو د دغو وژل شویو پاکستاني مشرانو نومونهیې نهدي اخیستي.
تر اوسه د پکتیکا چارواکو په دې اړه څه نهدي ویلي.