د خنجان ولسوالۍ چارواکي وايي چې د طالبانو په یوه برید کې چې د بغلان ولایت د خنجان ولسوالۍ پورې مربوط شمالي سالنګ کې په یوه پوځي موټر وشو، دوه سرتېري او یوه مېرمن وژل شوې او د یوه ماشوم په ګډون درې تنه نور ټپي شوي دي.
د خنجان ولسوال لطفالله هاتف ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه پرون شنبې شوې ده او ټول قربانیان او ټپیان د یوې کورنۍ دي.
ښاغلي هاتف وویل، برید کوونکو وکړای شول وتښتي خو تر تعقیب لاندې دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد رسنیو ته په یوه پیغام کې د دغه برید مسؤلیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې پنځه سرتېري یې وژلي دي.
خو د خنجان ولسوال دا خبره رد کړې ده.