د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د سوریې حلب ښار کې د پوځي وضعیت له سختېدو ډېر اندېښمن شوی دی.
دا خبره پرون د ده ویاند وکړه.
د حلب له ښاره نوي رپوټونه له نویو بریدونو کیسه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د سوریې اردو د روسیې له ملاتړه چې د حلب شمال کې یې سیمې نیولي دي، برخورداره ده.
تېره اوونۍ سوریه کې اوربند مات شو.