دوسلدورف هوایي ډګر کې داعش پورې اړوند شکمن کس نیول شوی

د جرمني چارواکي د دغه هېواد د دوسلدورف هوایي ډګر کې د یوه جرمني د نیولو خبر ورکوي.

د جرمني د فدرال څارنوالۍ دفتر وايي، دغه سړی له ترکیې څخه د راستنېدو په وخت کې د اسلامي دولت یا داعش په ډله کې د غړیتوب په ګومان نیول شوی دی.

د جرمني فدرال څارنوالۍ په دفتر کې ویل شوي چې دغه ۲۲ کلن ځوان د ۲۰۱۵ میلادي کال اګسټ میاشت کې له داعش سره د پيوستون په هدف سوریې ته تللی و.

د وینا پر بنسټ، دغه شکمن سړی تېر کال ژمي کې له سوریې نه ترکیې ته وتلی و.