ملي امنیت هلمند کې ۹ کلن ماشوم له تښتوونکو ژغورلی

هلمند کې د ملي امنیت منسوبینو یو ماشوم د تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.

د هلمند والي حیات الله حیات د شنبې په ورځ په داسي حال کې چې هلک یې کورنۍ ته سپاری رسنیو ته وویل، دغه هلک درې ورځې وړاندې د لښکرګاه په کلا کهنه سیمه کې تښتول شوی و او دکورنۍ څخه یې د شل لکه پاکستانیو کالدلرو غوښتنه شوې وه.

والي وویل، د هلمند د ملي امنیت منسوبینو د تښتوونکو ځای د موبایل د هغه شمېرې پر اساس موندلی چې تښتوونکو د هلک کورنۍ ته د پيسو په خاطر زنګونه وهل، ویل کېږي انسان تښتونکو یاد ماشوم په همهغه کلي کې په یوه کور کې پټ کړی و چې ترې تښتولی یې و.

د دغه نهه کلن ماشوم کورنۍ د ملي امنیت منسوبینو د هلو ځلو ستاینه وکړه.