محقق: د سولې په برخه کې ددولت له لوري هیڅ خنډ نشته

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال وايي چې د سولې په برخه کې د دولت له لورې هیڅ ډول خنډ نشته.

محمد محقق نن له غرمې وروسته په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل چې افغان حکومت له ډېرې مودې راهیسې د سولې غوښتونکی وو او دغه بهیر ته ژمن دی:

"د افغانستان دولت له ډېر پخوا راهیسې له هغو وسله والو څخه چې له حکومت سره په مخالفت کې دي غوښتې چې د سولې له پروسې سره يوځای شي."

ښاغلی محقق وايي چې حکومت له ټولو هغه وسله والو ډلو چې له حکومت سره په مخالفت کې دي غواړي چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېري پنجشنبې په ورځ د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شو.